اسلام آباد۔26 نومبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف په سري نګر هائي وے د احتجاج كوؤنكو لخوا د رېنجرز او پوليس اهلكارو په ګاډو د بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې انتشاری ډله قانون نافذ كوؤنكې ادارې په قصد سره په نخ??ه كوي ، پاكستان د كوم هم ګډوډي او خونړۍ نخښتې متحمل كېدے نه شي٬ ناوړه مقصدونو له وينه تويول د قبلولو وړ نه دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې شهباز په بريد كښې د رېنجرز اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ وزیر اعظم شهید شوو اهلكارو له د لوړو درجو او د دوئي كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزیرِ اعظم په پې??ه كښې د ككړو كسانو په سمدستي توګه د معلومولو او دوئي ته د سختې سزا وركولو هد??يت وكړو۔ وزيراعظم په بريد كښې ژوبل شوو لپاره د طبي آسانيو برابرولو هد??يت هم وكړو۔ وزیراعظم ووئيل تش د نامې سولييز احتجاج په شا په پوليس او رېنجرز بريدونه د غندنې وړ دي٬ انتشاري ډله په قصد سره قانون نافذ كوؤنكې ادارې په نخ??ه كوي٬ د پوليس او رېنجرز اهلكار په ښار كښې د امن په بحال ساتلو مامور دي۔ وزیراعظم ووئيل د انتشاري ډلې د لاسه د شهيد شوو اهلكارو د كورنيو ژوند تباه كړے شو٬ انتشاري ډله تېره ورځ د پوليس او نن د رېنجرز شه??د كړې شوو اهلكارو بې ګناه ماشومانو او كورنيو ته ځواب وركوؤنكې ده۔ وزیراعظم ووئيل انتشاري ډله بدلون نه وينه تويول غواړي٬ دا سولييز احتجاج نه بلكې انتها خوښي ده او پاكستان د كوم هم ګډوډي او وينې تويول متحمل كېدے نه شي۔ ده ووئيل ناوړه مقصدونو لپاره وينه تويول د غندنې وړ دي۔ وزیراعظم ووئيل زما په شمول ټول قام شهيد شوو رېنجرز او پوليس اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي.
Nguồn bài viết : Xổ số miền Bắc Chủ nhật