اسلام آباد۔8 نومبر(اے پی پی) د جامع مسجد ریاض الجنه و اسلامک کمپلیکس نګران او نوموړي مخير شخصيت ډا??ټر سهېل مجید شېخ ??ئيلي دي د انسانیت خدمت او د ټولنې د وروست, پاتې طبقې مخ په وړاندې بوتلل زما اولنے مشن دے۔ اے پی پی سره په خاص مركه كښې ده ووئيل د يوې مهذبې ټولنې په توګه به مونږ له د يو بل مرسته كول وي، انسانیت مونږ ته د ضرورت مندو د خيال ساتلو درس راكوي۔ ډا??ټر سهېل مجید شېخ ??وئيل زما اداره له تېرو 12 كلونو راهېسې د ایران او عراق زائرینو لپاره وېړيا طبي آسانۍ بر??برولو كښې بوخت ده او مونږ 20 څخه د زياتو هېوادونو مرسته كړی ده۔ دې سره سره زمونږ ادارې كال 2008 څخه د روات په يو كالج كښې يتيمانو ٬ محروم, كوچنيانو او د شهيدانو بچو ته د وېړيا زده كړو آسانۍ وركول پېل كړي دي۔ ده زياته كړه چې د نثار فاطمه امین فاؤنډېشن (اېن اېف اے) مرستې سره مونږ مستحق كوچنيانو لپاره كتابونه ٬ يونيفارم ٬ سكول بېګ او د خوراك په شمول بشپړه تعليمي مرسته باوري كوؤ۔ ده ووئيل دا هڅې دا خبره باوري كوي چې زده كوؤنكي دې له كوم بار پرته معياري زده كړې ترلاسه كړي۔ ډا??ټر سهېل مجید په ځوانانو زور راوړو چې هغوي د خذمت جذبې ته وده وركړي۔ ده ووئيل حقيقي كاميابي يو بل سره په مرسته كولو كښې ده۔ ده ووئيل د نورو مرسته كول د انسانيت حقيقي پېغام دے كوم چې ځوانانو ته به اخلاص سره د كار كولو او د انسانيت د احترام كولو ترغيب وركوي۔
Nguồn bài viết : poker