اسلام آباد 06 دسمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن ??قب??ل په مشرۍ ك??ې د سي پیك پروژو پېشرفت په اړه مهمه غونډه اسلام آباد كښې شوې۔په غونډه ك??ې د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق ??اطمي٬د منصوبه بندۍ وزارت ايډېشنل سېكرټري٬د پلاننګ كمېشن غړو٬بېلو وزارتونو او ډويژنونو سېكرټريز او د اړوندو ادارو سينئر افسرانو ګډون وكړو ۔د جمعې په ورځ په شوې غونډه ك??ې د توان٬انفراسټركچر٬كركيلې او خاص اقتصادي زونز پشمول بېلو مهمو څانګو ك??ې د روانو پروژو جاج واغستلے شو۔د رېلوے او مواصلات وزارت ايم ايل -1 او قراقرم هائي وے منصوبو اوسني پېشرفت باندې بريفنګ وركړو او د راتلونكي تګلارې خاكه يې وړاندې كړه۔د ايم ايل-1 پروژې په اړه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن ??قب??ل د چين وزيراعظم لخوا د تكنيكي پوهانو پاكستان ته د راتګ وعده وستائېله۔ده ووئيل د چين سفير سره اوسني ملاقات ك??ې د مالي پوهانو ډلې په شموليت هم ا??فا?? شوے دغسې چې د پروژې ټولې چارې په وخت حل كړې شي۔ د قراقرم هائي وے په پروژه خبرو كښې وفاقي وزير نېشنل هائي وے اتهارټي ته د چينائي شراكتدارو سره د مرس??ې لا تندولو هدايت وكړو دغسې چې دا سټريټجك پروژه د سي پېك فيز IIله مخې په وخت بشپړه كړې شي۔د خاص اقتصادي زونز پرمختګ په اړه احسن ??قب??ل د چين استعداد او مهارت په اړه خبره كولو سره ووئېل پاكستان د چين څخهد دوو ماډل صنعتي زونز د ترقۍ وركولو خواست كړے كوم به چې د ټرن په بنياد بشپړولې شي او د نورو زونز لپاره به معيار ټاكلے شي۔ده بورډ آف انويسټمنټ ته په اسلام آباد ك??ې د زونز پرمختګ لپاره د زمكې اغستو عمل زر تر زره د بشپړولو هدايت وكړو ۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير رشكئ خاص اقتصادي زون ك??ې د بجلۍ وركولو لپاره پاور ډويژن او پيسكو ته سمدستي د اقدامات هدايت وكړو ۔د كركيلې په څانګه ك??ې د 1000 پاكستانو فارغ شوو زده كوونكو په چين ك??ې د تربيت پېشرفت هم جاج واخستلې شو۔احسن ??قب??ل هدايت وكړو چې تربيت لپاره تلونكو پوهانو ته بشپړه آسانۍ وركړئ۔د غونډې په اختتام وفاقي وزيراحسن ??قب??ل د سي پيك پروژې په وخت بشپړولو له د عزم پخلې كولو سره ووئېل وزيراعظم به ډېر زر فائيو ايزنېشنل اكنامك ټرانسفارمېشن پلان اعلان كړي كوم به چې د هېواد د پرمختګ يوه كوټلې خاكه وړاندې كوي۔
Nguồn bài viết : FTG Điện Tử