اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د شنګھائي مرستي تنظيم سر مشريزې غونډي کوريج کوونكو ځائې او غير ملکي ميډيا لپاره د ميډ??ا فيسليټېشن سينټر پرانسته وكړه۔د پرانستي په موقع د اطلاعات وفاقي سيکريټري عنبرين جان، پرنسپل انفارمېشن آفيسر (پي آئي او) مبشر حسن او د وزارت نور اعليٰ افسران هم موجود وو۔ د اطلاعات وفاقي وزير ميډ??ا فيسليټېشن سينټر كښې د انتظامات جاج اخستو لپاره د مختلف سيکشنز دورہ وكړه۔په 15 او 16 اکتوبر کيدونكي د شنګھائي مرستي تنظيم غونډي په موقع به ځائې او غير غير ملکي ميډيا نمائندګان د ميډ??ا فيسليټېشن سينټر څخه استفاده كوي۔ پاك چائنه فرينډ شپ سينټر كښې جوړ ميډ??ا فيسليټېشن سينټر كښې کمپيوټر ليب، هائي سپيډ انټرنيټ، ډيجيټل پرنټر، ډيجيټل سټوډيو، پوډ کاسټ سټوډيو، ميډيا لائبريري او د کنفرنس روم پشمول جديد آسانۍ وركولې شي۔ ميډ??ا فيسليټېشن سينټر كښې د پريس انفارمېشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) د اړخه بشپړ انتظامات شوي۔ ډائريکټوريټ آف اليکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز د اړخه په ميډ??ا فيسليټېشن سينټر كښې ډيجيټل لائبريري هم جوړه كړې شوې۔ ميډ??ا فيسليټيشن سينټر كښې ?? ځائې او غير ملکي خبريالانو آسانيو لپاره انفارمېشن ډيسك هم جوړ كړے شوے۔ اېس سي او کانفرنس په مهال ميډ??ا فيسليټېشن سينټر كښې د اېس سي او کنفرنس کوريج کوونكو خبريالانو لپاره به 24 ساعته آسانۍ ترلاسه وي۔په دې موقع د اطلاعات وفاقي وزير په ښه انتظامات د وزارت ډلي هڅي وستائلي۔
Nguồn bài viết : VIA Trực Tuyến